سیاستTOP

د کونړ والي د حزب اسلامي له غړو سره وکتل

کابل / د وږي ۴ مه / باختر
د کونړ والي عثمان ترابي د حزب اسلامي ګوند د ولایتي دفتر له استازو او پخوانیو قومندانانو سره وکتل.
د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د کونړ والي وویل چې نن له هغو مشرانو سره یوځای د مجاهدینو هغه بریا نمانځي چې د سره ښکېلاک پر وړاندې یې د جهاد سنګرونه تاوده ساتلي و.
هغه وویل چې تاریخ په اوښکو نه بلکې په وینو جوړېږې، په وینا یې د اسلامي امارت مجاهدینو د الله په مرسته او خپلو بې سارو قربانیو له تېری کوونکو هېواد ازاد او ستره فتحه یې ترلاسه کړه.
والي د حزب اسلامي ګوند له مشرانو او قومندانانو وغوښتل چې ملاتړ یې وکړي او د اسلامي نظام په حاکمیت کې خپل اسلامي مسوولیت ادا کړي.
په همدې حال کې د حزب اسلامي ګوند د ولایتي دفتر مسوول محمد امین او غړي یې یار مولاخان له نظام څخه ملاتړ څرګند کړ او د اداري چارو پرمختګ، عامه نظم خوندیتوب او د خلکو د شرعي غوښتنو ته د لاس رسي په برخه کې یې د اسلامي امارت له مسوولینو د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته