اقتصاد

د کونړ والي: د خلکو امنيت او اقتصادي وده زموږ لومړتيوب دى

کابل / د وږي٣ مه / باختر
د کونړ والي وايي چې اسلامي امارت هڅه کوي د خلکو د امنيت پرتامينولو سربيره خلکو ته دندې پيدا کړي چې د خلکو اقتصاد وده وکړي.
عثمان ترابي نن د اسعد آباد ښار څخه د ليدنې او خلکو سره د خبرو پرمهال وويل: امنيت ټينګ شوى او ښاريان کولاى شي په خوندي ډول خپل ژوند پيل کړي.
ترابي له ښاريانو وغوښتل چې د امنيت تامينولو او جنايي جرمونو پرخلاف مبارزه کې له دوی سره همکاري وکړي.
د کونړ والي دا هم وويل چې د نوي حکومت په جوړيدو سره به افغانستان په تدريجي ډول سوکاله شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته