امنیت

د کونړ والي: د ولسونو د سر او مال ساتنه یې لومړیتوب دی

کابل / د وږي ۶ مه / باختر
د کونړ والي عثمان ترابي تېره شپه په مرکز اسعد آباد کې له امنیتي پوستو څخه کتنه وکړه او ویې ویل چې د ولسونو د سر او مال ساتنه یې لومړیتوب دی.
په کونړ کې د افغانستان د اسلامي امارت والي زیاته کړه چې د ولسونو د هوساینې لپاره به یې هڅې دوام ولري.
دکونړوالي وویل، د ولسونو د سر او مال حفاظت او ساتنه یې لومړیتوب دی او د هوساینې لپاره به یې هڅې جاري وساتي.
هغه مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې په بشپړه توګه د خلکو امنیت خوندي او آسانتیاوې ورته رامنځته کړي.
\ن ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته