![Ps20240702](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/07/PS20240702-720x470.png)
کابل، د چنګاښ ۱۲مه، باختر
د کونړ د عامې روغتیا ریاست مسوولینو د دغه ولایت په ۳۴ روغتیايي مرکزونو کې د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د تم خونو او واکسین خونو د جوړولو چارو د پیل خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د عامې روغتیا رئیس قاري مظفر مخلص د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې د دغه ولایت په ۱۹ روغتیایي مرکزونو کې د ناروغانو د پایوازانو لپاره د ۴.۶ میلیونه افغانیو په لګښت تم خونې او په ۱۵ روغتیایي مرکزونو کې واکسین خونې جوړیږي.
ورته مهال د کونړ اوسېدونکي هم د یادو پروژو له پیل څخه خوښي څرګندوي او وايي، چې د دغو پروژو په پلې کېدو سره به د ناروغانو او پایوازانو ستونزې راکمې شي او د واکسین خرابېدو مخنیوی وشي.