کابل/ د غوايي ۱۳ مه/ باختر
د امیرالمومنین شیخ الحدیث والتفسير ملا هبة الله اخندزاده زعیم علیه السلام د مبارکۍ پیغام له خپرېدو وروسته د سرپل ولایت په مرکز او ولسوالیو کې خپور شو.
د سرپل والي محمد يعقوب عبدالرحمن اکه په لارښوونه د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له خوا د ښو او بدو د منع کولو او د حج او اوقافو رياست په همکارۍ چاپ او ووېشل شو.
د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مفتي فخرالدين عمير سرپلي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه پيغام د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له خوا په پښتو او دري ژبو چاپ شوی و د مشهورو قوماندانانو د اطلاعاتو او فرهنګ، ملي ټلویزیون حج او اوقافو ریاست او د امر بالمعروف د محتسبينو په همکارۍ د سرپل په ښار کې ووېشل شو
. په دغه ستر پیغام کې د افغانستان د اسلامي امارت امیر المؤمنین شیخ الحدیث والتفسير ملا هبة الله اخندزاده د خدای تعالی له درباره د ټولو ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره د ښو او مثبتو اړیکو غوښتونکی دی.
په پیغام کې راغلي: “موږ به له افغانستان څخه بل هېواد ته د ګواښ اجازه ورنکړو او پر ټولې نړیوالې ټولنې هم غږ کوو چې له موږ سره په ښه، مثبت او متقابل درناوي خبرې وکړي.”
د افغانستان اسلامي امارت او د امريکا متحده ايالاتو ترمنځ د دوحې تړون شته چې له مخې يې؛ د امریکا متحده ایالات باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي او موږ پر دې ټینګار کوو چې د دوحې تړون باید د فشار پر ځای په بشپړه توګه عملي شي.
پرمختګ باید د همکارۍ په روحیه ترسره شي.
اسلامي امارت په خپله خوښه خپل مکلفیتونه سرته رسوي.
ع