سیاستخبرونهټولنه

د کوچيانو او ځايي اوسېدونکو ترمنځ د شخړو د حل په موخه ټاکل شوي پلاوي ميدان وردګو کې غونډه وکړه

 کابل، غبرګولي۱۵، باختر

په میدان وردګو کې د کوچیانو او هزاره ګانو ترمنځ د څړځایونو پر سر د ستونزو په موخه ټاکل شوي لوړ پوړي پلاوي په یاد ولایت کې د والي او دواړو لوریو د استازو په شتون کې غونډه وکړه.

د غونډې په پیل کې دواړو لوریو خپلې ستونزې له ورغلي پلاوي سره شریکې کړې.

ورپسې د یاد پلاوي غړو د کوچیانو او ځايي اوسېدونکو ترمنځ د ستونزو او شخړو د حل په موخه مفصلې خبرې وکړې او ټولنیز عدالت يې د اسلامي نظام اصل وباله.

سرچینې ډاډ څرګند کړ چې حکومت د هر تبعه حقوقو ته ژمن دی او حق به حقدار ته ورسوي.

د یادونې وړ ده چې د کوچيانو او هزاره جات ځايي اوسيدونکو تر منځ د څړځایونو پر سر د  ستونزو او شخړو د حل او د سيمې د ارزونې په موخه د رياست الوزراء په لارښوونه د  سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرپرست  وزیر ملا نورالله نوري تر مشري  لاندې پنځه کسيز لوړ پوړی پلاوی چې لوی څارنوال مولوي شمس الدين شريعتي، د کورنيو چارو وزارت مرستيال مولوي نور جلال، د کرهڼې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي فضل الباري فضلي او د استخباراتو لوی رياست مرستيال حاجي نجيب يې غړيتوب درلود تشکيل شوی دی.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته