سیاست

د کوچیانو استازي: دزده کړي خاوندو کوچیانو ته دې په دولت کې دندې ورکړي شي کوچیان: په لویه جرګه کې ملي مشارکت په غوره توګه په نظر کې نیول شوی ؤ

د هېواد د کوچیانو استازو د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهور رئیس حامد کرزي سره په کتنه کې په دولتي ادارو کې دزده کړي خاوندو کوچیانو ته د دندو د ورکړې غوښتنه وکړه.

جمهور رييس دويندوى مطبوعاتي دفتر دباختراطلاعاتي اژانس ته خبر ورکړ

په دې کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې تر سره شوه، حاجي الوک ککوزي د نورو په استازیتوب خبرې وکړې، د روغتیا، پوهنې او ميشت کولو په اړه یې د کوچیانو د ستونزو د حل کولو په موخه د دولت د پاملرنې غوښتنه وکړه.

د کوچیانو استازو په بریالي ډول د دودیزې لویې جرګې د پای ته رسېدو له امله جمهور رئیس او د افغانستان ټول ملت ته مبارکې وویله او زیاته یې کړه چې په دې جرګه کې ددوی ۱۰۰ تنو استازو ګډون کړی ؤ چې ملي مشارکت پکې په غوره توګه په نظر کې نیول شوی ؤ.

دغه راز کوچې مشرانو د دوی ستونزو دډيرژرحل کولو په موخه په ولایتي شورا ګانو کې د کوچیانو د غړیتوب او همدا راز د زونونو په کچه په انتخاباتو کې دوی ته دونډې د ورکولو وړاندیز وکړ.

جمهور رئیس د هېواد د کوچیانو د استازو د غوښتنو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل حکومت دنده لري چې د افغانستان په ادارو کې دزده کړي خاوندو کوچیانو ته د دندو د پیدا کولو په برخه کې اړین اقدامات تر سره کړي.

جمهور رئیس د خپلو خبرو په یوه برخه کې د دویزې لویې جرګې د بریالي جوړېدو په اړوند وویل چې په دې جرګه کې له ټول افغانستان څخه د خلکو استازيتوب په ښه توګه په پام کې نیول شوی ؤ او ددې هېواد د مشرانو د عزت د پر ځای کولو لپاره یو ریښتیني استازې جرګه وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته