سیاستخبرونهنړۍ

د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له اسلامي امارت سره د تعامل پر اړتيا ټینګار وکړ

کابل/ د وري١١ مه / باختر
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي نن د چین په پايتخت بیجینګ کې هغه غونډه کې ګډون وکړ چې د افغانستان د ګاونډیانو له خوا جوړه شوې وه.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهاربلخي وايي چې په دې غونډه کې د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سربېره د روسیې، قطر او اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرانو هم ګډون کړی و.
نوموړی زیاتوي په دې ناسته کې ګډون کوونکو هېوادونو له اسلامي امارت سره د تعامل پر اړتيا ټینګار وکړ او ویې ویل چې په افغانستان کې تلپاتې سوله د سیمې او نړۍ په ګټه ده.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په دې ناسته کې وویل چې د افغانستان نوی حکومت غواړي د خپل اقتصاد محوره سیاست له لارې هېواد د نورو هېوادو له تقابل څخه لرې وساتي.
هغه زیاته کړه، اسلامي امارت هڅه کوي چې د یوه جامع نظام د رامنځته کولو په هدف له افغان شخصیتونو سره سیاسي تفاهم رامنځته کړي او د همدې موخې د پوره کېدو لپاره یې یو ځانګړی کمیسیون هم ټاکلی دی.
مولوي امیرخان متقي د داعش د فعالیتونو په اړه د ګاونډیو هیوادونو اندېښنو ته په اشارې سره وویل چې دغه ډله په افغانستان کې تر ډېره حده ځپل شوې؛ خو ځینو هېوادونو د دې ډلې لپاره تبلیغاتي فضارامنځته کړې او د فعالیت په اړه يې مبالغه کوي.
هغه زیاته کړه، په افغانستان کې تلپاتې سوله د نړۍ او ټولو هېوادونو په ګټه دی په افغانستان کې بې ثباتي په نړۍ کې د بې ثباتۍ او ناامنۍ د پراخېدو لامل کېدای شي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر یو ځل بیا د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د خلاصون غوښتنه وکړه او ویې ویل چې باید بېرته افغانانو ته وسپارل شي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي چې د افغانستان د ګاونډیانو د غونډې مشري یې هم کوله، د افغانستان د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر له دریځه د ملاتړ په ترڅ کې وویل بايد اجازه ورنه کړل شي چې له افغانستان څخه د نورو هېوادونو امنیت وګواښل شي.
په همدې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له افغانستان څخه د خپل هېواد ملاتړ اعلام کړ او ټینګار یې وکړ چې لویدیځ هېوادونه باید د افغانستان په اړه خپل مسوولیت ادا کړي.
نوموړي د نويو افغان ډيپلوماتانو د باورليکونو د ورکړې په اړه وويل چې د تېر حکومت ډيپلوماتان د افغانستان استازيتوب نه شي کولى.
په دې غونډه کې د ازبکستان او ترکمنستان استازو په افغانستان کې د ګډو اقتصادي او ترانزیتي پروژو پر اړتیا ټینګار وکړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي چې د افغانستان د نوي حکومت د رسمیت پېژندلو مساله باید په سیمه ییز تفاهم کې حل شي او ټول ګاونډي او د سیمې هېوادونه باید پر دې مسله موافقه وکړي.
له بلې خوا د اندونيزيا او قطر د بهرنيو چارو وزيرانو يو ځل بيا له افغانستان سره خپل ملاتړاعلام کړ.
د يادونې وړ ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو درېیمه غونډه د چین په پايتخت بیجینګ کې د دغه هېواد د وضعیت د ارزونې په موخه جوړه شوې او ټاکل شوې راتلونکې غونډه د ازبکستان په پايتخت تاشکند کې جوړه شي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته