کابل / د چنګاښ ۲۲ / باختر
د ګردیز- شرن د واټ د څلورمې او وروستۍ برخې د جوړولوکارپیل شوی دی.
د دغه واټ په پرانیستلوسره د پکتیا ولایت له پکتیکا سره نښول کېږي.
د دغه واټ څلورمې او وروستۍ برخې ۱۲ کیلومتره اوږدوالی او ۱۰متره سورلري او له ګردیزښارڅخه پکتیکا ته څېرمه تر زرملې ولسوالۍ پورې دوام لري.
د فواید عامې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې دغه وات ترشپږو نورو میاشتو پورې د مسافرینواو تحارتي کاروانونو پرمخ پرانیستل شي.
د پکتیکا او پکتیا په نښلېدو سره بازارونو ته د سلګونو زرو اوسېدونکو د کرنیزو محصولاتو په لېږدولو کې آسانتیاووې برابرېږي او د اقتصاد د لوړېدوسبب کېږي .
-ع