کابل، د چنګاښ٢٧مه، باختر
د روان کال په لومړيو دريو مياشتو کې ٥٤٧ زره ٢٩٩ تنه کورنيو او بهرنيو سيلانيانو د هېواد بېلابېلې تاريخي او سياحتي سيمې کتلې دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوى رييس حافظ نعمت الله منتظر په دې اړه د باختراژانس خبريال ته وويل چې افغانستان د ميراثي فرهنګونو، تاريخي ځايونو، ښکلو طبيعي منظرو او د سياحتي جاذبو له پلوه يو بډاى هېواد دى چې د اسلامي امارت په برياليتوب او د سراسري امنيت په ټينګښت سره اوس په هېواد کې د ګرځندوى صنعت د ودې زمينه برابره شوې ده.
نوموړي زياته کړه چې د هېواد له ٢٧ ولايتونو څخه د ګرځندوى رياست د نمايند ګيو د معلوماتو له مخې په دغو ولايتونو کې٣٦٠ سياحتي ساحې شتون لري چې له دغو ساحو څخه د روان کال په لومړيو دريو مياشتو کې په ټوليزه توګه د ٢٥٦ بهرنيو سيلانيانو په ګډون ٥٤٧ زرو ٢٩٩ سيلانيانو کتنه کړې ده.
زياتره دغه سياحتي ساحې د باميان، پروان، قندهار، بدخشان، بادغيس، خوست، بغلان، بلخ، غزني، لوګر، لغمان ، کونړ، پنجشير، نورستان او د کابل په ولايتونو کې شتون لري.
دغه راز د تېرلمريز کال په وروستيو شپږو مياشتو کې د ٢٧٨ بهرنيو سيلانيانو په ګډون ٢٣٣زرو ٤٥٧ سيلانيانو د هېواد بېلابېلې سياحتي ساحې کتلې دي.
د ګرځندوى رييس وويل که چېرې د تيرکال د وروستيو شپږو مياشتو د سيلانيانو شمېر د روان کال د لومړيو دريو مياشتو د سيلانيانو له شمېر سره پرتله کړو ٣١٣زره ٨٤٢ تنه سيلانيان زيات شوي دي .
نوموړي زياته کړه چې د ګرځندوى رياست د زياتو کورنيو او بهرنيو سيلانيانو د جلبولو په موخه بهرنيو سيلانيانو ته د ويزې په اجرا کولو، ميلمستونونو، د استوګنې د مناسبو ځايونو او د ترانسپورټي وسايطو د ستونزو د لرې کولو په لاره کې لازمې اسانتياوې برابرې کړې دي.
هغه څرګنده کړه په يو شمير ولايتونو کې چې سيلانيان زيات او امکانات محدود دي د ګرځندوى رياست د باميانو، نورستان، بدخشان او د يو شمېر نورو ولايتونو په ګډون سيلانيانو ته لازمو اسانتياوو د برابرولو په موخه مشخص پروګرامونه ترلاس لاندې لري.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوى رييس حافظ نعمت الله منتظر وويل چې په هېواد کې د ګرځندوى صنعت په ودې او پراختيا سره ملي عوايد زياتېږي، د خصوصي برخې د پراختيا او يو شمير خلکو ته د کار زمينه برابرېږي.
دغه راز د هېواد د لاسي صنايعو بازار وده کوي او بهرني سيلانيان د افغانستان د خلکو له فرهنګ سره آشنا کېږي.
د ګرځندوى رييس ټينګار وکړ چې اوس د هېواد په ګوت ګوټ کې امنيت تامين دى او کورني او بهرني سيلانيان کولاى شي په آرامۍ سره د هېواد په ولايتونو او بېلاېيلو سيمو کې تاريخي ودانيو، سيمو، فرهنګي ميراثونه ، طبيعي منظرو او د افغانستان له سياحتي شتمنيو څخه کتنه وکړي.
\ ج