خبرونهاقتصاد

د ینګي قلعه – چاه آب سړک د جوړولو کار دوام لري

۲۰- کابل / د لړم ٢٥مه / باختر
له ینګي قلعه ولسوالۍ څخه د تخار تر چاه آب پورې د سړک د جوړولو کار ۴۱ سلنه پرمخ تللی دی او په چتکۍ سره دوام لري.
د فواید عامې وزارت د یوې خبرپاڼې په استولو سره باختر آژانس ته ویلي دي: دغه سړک چې څه دپاسه ۲۷ کیلومتره اوږدوالی او ۱۰ متره سور لري، ۵۲ پولګوټي او د څه دپاسه ۲۵۰۰ مترکانکرېټي ساتنیز دېوال پکې جوړېږي چې تراوسه د جوړولو کار یې ۴۱ سلنه پرمخ تللی دی.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې ده چې دغه پروژه د ماورای کوکچه سړک څلورمه برخه ده چې اقتصادي او ټولنیز ارزښت لري او د ینګي قلعه او چاه آب ولسوالۍ سره نښلوي.
پای/ ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته