کابل، د چنګاښ ۱۰مه، باختر
د ملي دفاع وزارت د دغه وزارت اړوند ۲۰۱خالد بن وليد قول اردو کې د لسګونه پوځي وسایطو د ترميم او ګټې اخيستنې ته يې د چمتو کېدو خبر ورکړی دی.
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د ۲۰۱خالد بن وليد (رض) قول اردو د عبدالله بن عمر (رض) لومړۍ پلې لواء د جګړه ييزو تاميناتو پنځم کنډک د ترميم ټولي مسلکي پرسونل له لوري په تېره يوه مياشت کې ۵۳ عرادې بېلابېل ډول پوځي وسايط ترميم او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې په ترمیم شویو وسایطو کې رنجر، هاموې امبولانسونه، ټانګونه، انټرنيشنل او کرينګ شامل وو.
د يادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته تر دې دمه زرګونه نظامي وسايط ترميم او ګټې اخيستنې ته چمتو شوي دي.
9 1 دقیقه لوستل