ورزش

د ۲۰۲۱ ای پي ایل بولي سیالۍ د هند په چینای ښار کې تر سره کېږي

کابل / دسلواغۍ / ۲۸/ باختر
ټاکل شوې ده د ۲۰۲۱ میلادي کال د هند د ای پي ایل د څوارلسم پړاو د غوره لیګ بولي سیالۍ د هند په چینای ښار کې تر سره کېږي.
ای پي ایل د نړۍ له مشهورو لیګونو څخه دی چې د هند په ګډون د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو لوبغاړي د دغه لیګ مینه وال دي .
افغان ځوان لوبغاړي نوراحمد لکنوال دی چې د لومړي ځل لپاره به د ای پي ایل لیګ سیالیو په بولي تجارتي لیګ کې یی وړاندیز وشي .
د نورو هېوادونو د لوبغاړو تر څنګ د افغان کپتان اضغر افغان په ګډون په دغې بولي کې یو زیات شمېر نورو افغان لوبغاړي نومونه ثبت کړي وو .
د افغان له۳۰ لوبغاړو څخه یوازې اووه تنه مجیب ځدران ، نور احمد لکنوال، قیس احمد، کریم جنت، رحمان الله ګربز، فضل الحق فاروقي او نوین الحق په مقدماتي نوملړ کې انتخاب شوي دي چې بولي ورته پیښنهاد کېږي.
نبي او راشد د حیدر اباد په مخکني ټیم کې پاتې دي چې په څلورلسم پړاو کې هم همدغه ټیم ته لوبه کوي .
د یادونې وړ ده چې د ای پي ایل د دیارلسم پړاو سیالۍ چې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله په اماراتو کې تر سره شوې د ممبی د ټیم په بریا سره پای ته ورسېدې .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته