خبرونهامنیت

د ۲۰۳ منصوري قول اردو تخنکي ټیمونو له لوري سلګونه سپکې او درنې وسلې ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شوې

کابل، د غبرګولي ۱۷مه، باختر

د ملي دفاع وزارت د ۲۰۳ منصوري قول اردو د تخنیکي ټیمونو له لوري د سلګونه سپکو او درنو وسلو د ترمیم او ګټې اخستنې ته یې د چمتو کېدو خبر ورکړی دی.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ۲۰۳ منصوري قول اردو اړوند ۳مې پلې محمدي لواء تخنیکي انجینرانو په غزني ولایت کې د تېر یو کال په اوږدو کې ۵۰۳ ډوله بېلا بېلې سپکې او درنې وسلې، چې د تېرې ادارې پرمهال تخریب شوې وې ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شوې دي.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې په ترمیم شویو وسلو کې ۴۳۹ (ام ۱۶)، ۲۹ تومانچې، ۶والټر تومانچې، ۲۶ کلاشینکوفونه، ۴ روسۍ پیکاوې، ۲ امریکايي پیکاوې او ۳ دهشکې شاملې دي.

د یادونې وړ ده، چې د ملي دفاع وزارت اړوند تخینکي ټیمونو د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته زرګونه سپکې او درنې وسلې ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته