کابل، غبرګولي۱۶مه، باختر
د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور تېره ورځ د UK میتال مایننګ شرکت له استازي او مل پلاوي سره په خپل دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د افغانستان په کانونو کې د پانګونې په اړه بحث او خبرې وکړې.
د UK میتال مایننګ شرکت استازي او ورسره مل پلاوي د کانونو او پټرولیم وزارت له میلمه پالنې څخه مننه وکړه او د افغانستان په کانونو په ځانګړې توګه د کرومایټ په کانونو کې یې د پانګونې غوښتنه وکړه.
د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست د افغانستان د کانونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې ټول کورني او بهرني شرکتونه کولاى شي د هېواد د کانونو له قانون سره سم د داوطلبۍ له لارې د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي.
سرپرست وزیر زیاته کړه چې په اوسنیو شرایطو کې په ځانګړي ډول د امنیت له پلوه د افغانستان په کانونو کې د پانګونې لپاره ښه فرصت دی.
افغانمل