خبرونهامنیتTOP

ذبيح الله مجاهد: په  بلخاب کې  د ملکيانو د وژلو راپورونه حقیقت نه لري

 کابل، د چنګاښ ۷ مه، باختر

د افغانستان د اسلامي امارت وياند د سرپل په بلخاب کې د ملکي کسانو د وژلو په اړه  رپوټونه یې بې بنسټه وبلل.

دا په داسې حال کې ده چې يو شمېر ټولنيزو شبکو، بهرنيو رسنيو او د بښنې نړيوال سازمان په بلخاب کې د ملکي خلکو د وژنې په اړه رپوټونه خپاره کړي؛ خو د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد د چنګاښ په شپږمه په يوه تويټ کې ليکلي دي ” په بلخاب کې د ملکي کسانو د وژلو په اړه د بخښني د نړيوال سازمان رپوټ بې بنسټه دى.”

نوموړي ټينګار کړى، چې د سرپل د بلخاب ولسوالۍ کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

مجاهد په خپل تويټ کې ویلي، ” نه پوهيږم دغه سازمان د کومو موثقو سندونو پر بنسټ دغه شان ادعا کوي؟ په داسې حال کې چې له سيمې څخه يې سم معلومات نه دي اخيستي.”

په وروستيو ورځو کې  د اسلامي امارت د ځواکونو عمليات په بلخاب کې د ښه امنيت د تامينولو په مقصد ترسره شول چې په برياليتوب سره پاى ته ورسېدل.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته