سیاستخبرونهTOP

ذبیح الله مجاهد د افغانستان د عالمانو لویې غونډې د نن ورځې خبرو په اړه له رسنیو سره معلومات شریک کړل

کابل، د چنګاښ ۹مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معین، ذبیح الله مجاهد نن په یو خبري کنفرانس کې، «د افغانستان د عالمانو لویې غونډې» د نن ورځې خبرو په اړه له رسنیو سره معلومات شریک کړل.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ دغه کنفرانس چې د اسلامي امارت د اطلاعاتو او رسینو په مرکز کې جوړ شوی و، د افغانستان اسلامي امارت ویاند وویل چې د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه، علماء کرامو د افغانستان اسلامي امارت له عالیقدر زعیم سره په ناسته کې غوښتنه کړې وه چې یوه حمایوي او د بحث غونډه ولري، په همدې اساس د اسلامي امارت مشرتابه لارښوونه وکړه چې په کابل کې د افغانستان د عالمانو سترې غونډې د جوړېدو لپاره زمینه برابره شي چې د اړوندو ارګانونو د هڅو په پایله کې نن دغه غونډه پیل شوه.
مجاهد د یادې غونډې د ځنډېدو په اړه خپاره شوي راپورنه یو سوء تفاهم وباله او څرګنده یې کړه چې غونډه په ټاکلي وخت (نن) پیل شوې ده.
هغه وویل چې د افغانستان د عالمانو سترې غونډې په پیل کې، د اسلامي امارت رئیس الوزرا الحاج ملا محمد حسن آخند خبرې وکړې.
د مجاهد په وینا؛ رئیس الوزرا په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړ چې د افغانستان اسلامي امارت د ټولو افغانانو ګډ کور دی او څرګنده یې کړه چې اسلامي امارت د علماء کرامو، سپین ږیرو او مشرانو نظریې او وړاندیزونه اوري او ترې هرکلی کوي.
د اسلامي امارت د ویاند د څرګندونو له مخې؛ وروسته د غونډې مشر شیخ مولوي حبیب الله حقاني هم په خپلو خبرو کې پر علماء کرامو غږ وکړ چې د اسلامي امارت د ملاتړ او د امنیت د استمرار لپاره دې ټول سره متحد و اوسي او خپلې نظریې او غوښتنې دې په آزاد ډول د اسلامي امارت له مشرتابه سره شریکې کړي او په عین حال کې، په هېواد کې د اوسني سراسري امنیت، اسلامي نظام او آزادۍ تایید او قدرداني دې هم وکړي چې ملت دې ته متوجه شي چې اوسنی اسلامي نظام بدیل نلري او د دښمنانو د دسیسو او توطیو پر وړاندې ودرېږي.
مجاهد وايي چې د افغانستان قاضي القضات هم په خپلو خبرو کې، د علماء کرامو پر یووالي ټینګار وکړ او له هغوی یې وغوښتل چې د شرعي پرېکړو په اړه خپلې مشورې او نظریې شریکې او د نظام ملاتړ دې وکړي.
په همدې حال کې، د نننۍ غونډې په بهیر کې، د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او له بېلابېلو ولایتونو څخه راغلو علماء کرامو او ملي سوداګرو هم په خپل وار سره د موضوع اړوند ویناوې کړې دي.
د کنفرانس په پای کې، د افغانستان اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معین، ذبیح الله مجاهد د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان د عالمانو ستره غونډه نن د کابل ښار د لویې جرګې په تالار کې پیل شوې او د درېیو ورځو لپاره به دوام وکړي.
په دې ستره غونډه کې د هېواد له ولایتونو او ولسوالیو څخه شاوخوا۳۵۰۰ علماء کرامو، قومي سپین ږيرو او متنفذینو ګډون کړی دی.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته