سیاستخبرونهTOP

ذبیح الله مجاهد: د دوحې په ناسته کې د اسلامي امارت ګډون له هېڅ لوري سره د دښمنۍ په مانا نه بلکې له نړۍ سره د ښه تفاهم او ستونزو د حل په موخه دی

کابل، د چنګاښ ۹مه، باختر

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد، چې نن يې په پلازمېنه کابل کې د دوحې د راتلونکې ناستې په تړاو رسنیو ته مالومات ورکول وویل، چې د دوحې په ناسته کې د اسلامي امارت د پلاوي ګډون له هېڅ لوري سره د دښمنۍ په مانا نه بلکې له نړۍ سره د ښه تفاهم او ستونزو د حل په موخه دی.

مجاهد زیاته کړه، چې په یاده غونډه کې د اسلامي امارت د پلاوي تمرکز به تر ډېره بریده پر دې وي، چې د افغانستان د ستونزو د حل په اړه د غونډې له ګډونوالو سره د افغانانو واضح پیغام شریک کړي.

هغه په ځانګړي ډول له نشه يي توکو سره د مبارزې، اقتصادي ستونزو او د بانکي سیسټم یادونه وکړه.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د دوحې په ناسته کې به د نړۍ له یو شمېر هېوادونو سره د اسلامي امارت د ستونزو او تعامل د رامنځته کېدو په تړاو خبرې وشي او په وینا یې د افغانستان کورني موضوعات د دغه ناستې په اجنډا کې ځای نه لري. 

نوموړي همدارنګه څرګنده کړه، چې اوسمهال له اسلامي امارت سره د ګڼو هېوادنو سياسي اړیکې رسمي بڼه لري او هیله هيله من دی، چې  پلاوی به یې د دوحې په راتلونکې ناسته کې  نورو هېوادونو ته هم قناعت ورکړي، چې له اسلامي امارت سره لا غوره تعامل ولري او په دې تړاو د هغوی اندېښنو ته ځواب وویل شي.

مجاهد هیله څرګنده کړه، چې د دغه ډول ناستو جوړېدل او په هغه کې د افغانستان په استازیتوب د اسلامي امارت د پلاوي ګډون به د نړۍ له لوري په افغانستان کې د حاکم نظام د رسمیت پېژندلو ته لاره پرانیزي. 

د یادونې وړ ده، چې د دوحې راتلونکې ناسته به سبا ( د جون۳۰مه) پیل شي، چې د افغانستان له لوري به پکې د اسلامي امارت د ویاند ذبیح الله مجاهد په مشرۍ د کورنیو چارو، بهرنیو چارو، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو، قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر او د افغانستان بانګ له استازو څخه جوړ ۶ کسیز پلاوی ګډون وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته