خبرونهفرهنګ

ذبیح الله مجاهد د قندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کړنې وستایلې

 کابل، غبرګولی ۱۵ مه، باختر

ذبیح الله مجاهد د قندهار د اطلاعاتو او فرهنګ له ریاست څخه په کتنه کې پرون د دغه ریاست کړنې وستایلې.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین او د اسلامي امارت ویاند د دغې ادارې د فعالیتونو له څېړنو وروسته وویل، چې د قندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کړنې د ستاینې وړدي.

هغه د ورځپاڼو او مجلو چاپول او د قندهار د باخترآژانس فعالیتونه، د انارګل د مشاعرې جوړول، د ادبې او فرهنګي غونډو جوړول او د سیمه ییزو رسنیو له مسوولینو سره په منظم ډول لېده کاته د قندهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست فعالیتونه وبلل او ویې ویل، چې دغه کارونه د هېواد په کچه یو مثال دی.

د قندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي نوراحمد سعید له ذبیح الله مجاهد سره په کتنه کې په داسې حال کې چې د افغانستان اسلامي امارت ویاند مرستیال بلال کریمي هم شتون درلود د فرهنګ ، ادب ، هنر او د رسنیو د فعالیتونو په اړه خپل پلانونه او طرحې شریکې کړې او د ستونزو په لرې کولو کې یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته