سیاستخبرونهامنیتTOP

ذبیح الله مجاهد: پر ازبکستان او تاجکستان د راکټي بریدونو عاملین ووژل شول

کابل، د چنګاښ ۲۶ مه، باختر

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې د ازبکستان او تاجکستان په سرحدي سیمو د راکټي بریدونو عاملین د کندز د امام صاحب په ولسوالۍ کې د عملیاتو په بهیر کې ووژل شول.

مجاهد په یو ټویټ کې لیکلي ( امنیتي ځواکونو د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د خوارجو یو مرکز کشف او دړې وړې کړ، په دغو عملیاتو کې ۳ تنه وژل شوي او ۵ نور نیول شوي دي).

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، چې د دغو خوارجو وېجاړوونکي وسایل او وسایط د اسلامي امارت د ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند د څرګندونو له مخې، په هغو کسانو چې د کندز په امام صاحب کې برید وشو څه موده مخکې د ازبکستان او تاجکستان په سرحدي سیمو راکټي بریدونه کړي دي.

د اسلامي امارت خبرځایونو د یو نیول شوي کس اعتراف هم خپور کړی، چې ویلي یې دي( د مقاومت جبهې د داعش په همکارۍ هغوی ته وسلې برابرې کړې).

د اسلامي امارت وروستی اقدام د دې ښکارندوی دی چې په افغانستان کې نوی نظام په خپلو ژمنو چې د بل هېواد پر خلاف له افغانستان څخه استفاده نه کېږي، ولاړ دی.

اسلامي امارت د سیمې ثبات او امنیت د ټولو په ګته بولي او اجازه نه ورکوي چې بلواګر د افغانستان خاوره د نورو پرخلاف وکاروي.

ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته