سیاستTOP

ذبیح الله مجاهد: په افغانستان کې د جګړې اسباب له منځه تللي دي او په هېواد کې سراسري امنیت تامین شوی دی

کابل / د وږي ۱۵مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي کمېسیون رییس او ویاند ذبیح الله مجاهد نن په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د ‍‍پنجشېر په نیول کېدو سره، په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې ده او په هېواد کې سراسري امنیت تامین شوی دی.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په دغه خبري کنفرانس کې چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړ شوی و، مجاهد د ‍‍پنجشېر امنیتي وضعیت ته په اشارې سره، وویل: ‍‍پنجشېر چې د تښتېدلي دښمن وروستۍ ځاله وه؛ په بشپړ ډول تصفیه شو او د اسلامي امارت ځواکونه په کې فعال شتون لري.
مجاهد زیاته کړه: د کابل تر نیول کېدو وروسته، د افغانستان اسلامي امارت وغوښتل چې ستونزه د تفاهم او خبرو له لارې حل شي، خو له کابل څخه یوشمېر تښتېدلو وغوښتل چې د افغان ملت پر وړاندې ستونزې جوړې کړي. په همدې دلیل اسلامي امارت اړ شو چې خپل ځواکونه هلته واستوي او د فتنې دا وروستۍ ځاله هم له منځه یوسي.
هغه دغه راز وویل: د ‍‍پنجشېر مجاهد ملت زموږ ملت دی، هر پنجشېری زموږ د بدن نه بېلیدونکی غړی دی. زموږ پنجشېري ورونه د نورو ولایتونو د خلکو په شان زموږ ورونه دي او هېڅ راز توپیر نشته او د ‍‍پنجشېر ټول مسوولین له دغه ولایت څخه دي.
هغه زیاته کړه: اسلامي امارت عمومي عفوه اعلان کړی دی او هغه کسان چې له دې وړاندې د اسلامي امارت پر وړاندې وو؛ اوس کولای شي په بشپړ ډاډ سره خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي.
د مجاهد د څرګندونو له مخې؛ هېواد سراسري آرامۍ ته سخته اړتیا لري او خبرداری یې ورکړ: هر څوک چې د هېواد په هر ګوټ کې په جګړې، مقاومت او ناامنۍ لاس پورې کوي؛ له شک پرته چې د ټولو افغانانو دښمن دی او اسلامي امارت په دې برخه کې ډېر حساس دی او هېڅکله به چا ته اجازه ور نکړي چې زموږ د نظام، خلکو او ملي ګټو پر وړاندې ودرېږي.
هغه ټینګار وکړ: زموږ خلک نور جګړه نه غواړي او په هېواد کې د جګړې د دوام لپاره هېڅ دلیل هم نشته.
مجاهد د ‍‍پنجشېر خلکو ته ډاډ ورکړ چې سر له ننه ټول توکي هلته رسېږي، د برېښنا بهیر به عادي شي او ټېلفوني شبکې بېرته فعالېږي.
هغه د خپلو خبرو په بهیر کې هېوادوالو ته ډاډ ورکړ چې په هېواد کې سراسري امنیت تامین دی او د ګډوډیو مخه هم نیول شوې ده. همدارنګه په ځانګړو جامو سره له سمبالو ځانګړو قطعاتو پرته، نور هېڅوک نشي کولای په امنیتي مسایلو کې مداخله او لاسوهنه وکړي.
مجاهد له یوشمېر هېوادونو څخه مننه وکړه چې له افغانستان سره يې د روغتیايي او غذايي موادو مرسته کړې ده او له نورو هېوادونو څخه یې وغوښتل چې له افغانستان سره خپلې بشردوستانه مرستې و نه سپموي.
هغه زیاته کړه: افغانستان حق لري چې د نړۍ هېوادونه يې په رسمیت وپېژني او موږ د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو او هر اړخیزو اړیکو غوښتونکي یوو.
همدارنګه مجاهد وویل چې د افغانستان اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې څخه د وړیا مرستو غوښتونکی دی، نه مشروطې مرستې، دغه راز ملي سوداګرو کلکه ژمنه کړې ده چې په بېلابېلو برخو کې له اسلامي امارت سره هر اړخیزه همکاري کوي.
د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي کمېسیون رییس او ویاند د دغه کنفرانس په پای کې، د دولتي کارکوونکو د معاش د ورکړې د څرنګوالي په اړه د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې د دولتي کارکوونکو معاش به د نوي حکومت تر اعلان وروسته ورکول کېږي او دغه راز یې د ښځو د غوښتنو په اړه څرګنده کړه چې د یو طرزالعمل تر برابرېدو وروسته، ښځې کولای شي د اسلامي شریعت له اصولو سره سم خپلو کارونو ته دوام ورکړي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته