روغتیا

رسنۍ د پوليوپه له منځه وړلوکې اساسي رول لري

کابل /د ليندې ٢٠مه /باختر
د کندز سيمه ييزمسوولين وايي چې رسنۍ په هېواد کې د پوليو په له منځه وړلوکې مهم اواساسي رول لري.
د کندز د اطلاعاتواوفرهنګ رييس مطيع الله روحاني په هغه دوه ورځنى ورکشاپ کې چې د يونسف د دفتر له خوا په کندز کې جوړ شوى و، وويل چې رسنۍ د پوليوپه له منځه وړلوکې اساسي رول لري .
روحاني په دې ورکشاپ کې له خبريالانو اود رسنيو له مسوولينوسره ژمنه وکړه چې اسلامي امارت د خپل کاري طرز العمل له مخې به هر راز معلومات د خبريالانو په واک کې ورکړي.
دهغه د څرګندونوله مخې، د افغانستان د اسلامي امارت د رسنيو او خبريلانو جدي ملاتړکوونکى دى او په دې برخه کې به له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونه کړي.
په همدې حال کې د يونيسف د مرکزي دفتر مطبوعاتو مسوول کمال شاه د دغه ورکشاپ د جوړولو په اړه برخه والو ته معلومات ورکړل.
هغه وويل، دغه ورکشاپ د کندز،بغلان، تخار او د بدخشان د ولايتونو د خبريالانو اود رسنيود مسوولينو په ګډون دوه ورځې دوام کوي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته