![Img 20240627 Wa0014](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/06/IMG-20240627-WA0014-780x470.jpg)
چنګاښ ۷مه، باختر
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي،چې په روانه اونۍ کې د هېواد له بېلابېلو لارو څخه سلګونه کورنۍ خپل هېواد ته راستنې شوې دي.
خبرپانه کې راغلي، چې یاد راستنه شوي ګډوال بېلابېلو مرسته کوونکو موسسو ته ورپېژندل شوي او له هري کورنۍ سره ۱۰۰۰۰ افغانۍ مرسته هم شوېده.
خبر پاڼه زیاته وي، چې د یاد وزارت د ټرانسپورټ کمیټې له خوا ۲۷۷ راستنې شوې کورنۍ، چې ۱۴۲۳ تنه کیږي د تورخم او سپین بولدک له لارې کابل، کندهار، هلمند، هرات، غزني، زابل، او اورزګان ولایتونو ته په وړیا ډول لېږدول شوې دي.