فرهنګ

روزنيزسيمينار جوړشو

کابل باختردسلواغې دمياشتې   ٣ :

دژورناليزم اودبشردحقوقو ترعنوان لاندې  نن دبغلان ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ په رياست کې روزنيز سيمينار جوړشو.

په شمال ختيځ زون کې دبشر دحقوقو دخپلواک کميسيون دخبري څانګې مسوول مخدوم برهان دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل چې دغه سيمينار په کندزکې  دبشردحقوقو  دخپلواک  کميسيون دساحوي دفتر له خوا په پلخمري ښارکې  جوړشوي دي   په پيل کې په شمال ختيځ زون کې ددغه  کميسيون رييس حيات الله  اميري  دبشردحقوقو اودبيان دازادي په باب ددغه  کميسيون دسيمينارونو د جوړولو اورسنيو دارزښت  اودسيميناردبرخه والو دکاري ظرفيت په لوړولو کې ددغه شان سيمينارونو جوړول ارزښتناک وبلل اودِبشر د حقوقو  په رعايتولو  سره دژورنالستيکي چارو  په پرمخ بيولو  يې ټينګار وکړ.

په دې سيمينار کې ددولتي اوغيردولتي ، چاپي ، تصويري  رسنيو  ديرشو تنو ژورنالستانو گډون کړي دي.   دغه سيمينار درې ورځې دوام کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته