کابل، د غبرګولي ۲۰مه، باختر
په روزګان کې د ګلاب ګل دودیزه کلنۍ مشاعره د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د یو شمېر حکومتي چارواکو، شاعرانو لیکوالانو او مېلمنو په ګډون مرکز ترینکوټ کې ترسره شوه.
د یاد ولایت د اطلاعات او کلتور رئيس قاري اغاولي قريشي په یاده مشاعره کې له شاعرانو او لیکوالانو څخه غوښتنه وکړه، چې د راتلوونکي نسل له پاره داسي شعرونه او حماسې ولیکي، چې د خپل ثقافت او کلتور څخه باخبره شي او د نورو د ثقافت او کلتور تر اغیز لاندې رانه شي.
په ورته وخت کې بیا د مشاعرې ګډونوالو وويل، چې سږکال دوی په روزګان ولايت کې د ګلاب ګل مشاعره ښه د امن په فضا کې تر سره کړه او په باور يې چې د مشاعرې ترسره کېدو پر وخت هېڅ ډول ستونزه نه ده رامنځته شوې.