نړۍ

روسيې داټومي جګړي دخطرخبرداري ورکړ

دروسيې دوسله وال پوځ لوى درستيز جنرال نيکولاى ماکاروف داټومي جګړي درامنځته کېدو خبر داري ورکړ.

ماکاروف پرون په مسکو کې وويل دروسيې په پولو کې په سيمه ييزو شخړو درامنځته کېدو احتمال زيات شوي دي.

ده دکوم مشخص هيواد دنامه له يادونې پرته څرگنده کړه لري نه بولم چې په ټاکلو شرايطو کې سيمه ييزي شخړي په هراړخيزي جګړي او له اټومي وسلو څخه داستفادي په جګړه بدله شي .

دايران ددولتي خبري اژانس انترنتي سايت دروسيې دلوى درستيز له خولې وليکل چې دپخواني وارسا تړون نږدي ټول غړي هيوادونه او دغه راز دبالتيک دحوزي هيوادونه دپخواني پوځي تړون غړي شوي دي .

دغه جنرال دروسيې په وسله وال پوځ کې داصلاحاتو له امله دخوښي په څرگندولوسره زياته کړه له ٢٠١٣ ميلادي کال څخه به دروسيې په وسله وال پوځ کې په کال کې پنځوس زره پوځي ځواکونه استخدام کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته