![Ps20240715](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/07/PS20240715-720x470.png)
نړۍ، د چنګاښ ۱۱ مه، بهرنۍ رسنۍ
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې روسیې تېره یوه اونۍ کې د اوکراین په خاوره تر ۸۰۰ ډېر ګلایډ بمونه غورځولي دي.
نوموړي له لوېدیځو هېوادونو څخه غوښتي، چې روسیه کې دننه د اهدافو په ویشتو کې کیف ته له ورکړل شویو وسلو څخه د استفادې قانون نور هم نرم کړي.
ګلایډ بمونه د پخواني شوروي اتحاد د وخت درانه بمونه دي او د دقیق لارښود سیسټم په درلودلو سره له الوتکې غورځول کېږي.
ورته وخت کې د روسیې دفاع وزارت په خپل تازه راپور کې بیا ویلي، چې دونتسک کې یې ځینې نوې سیمې نیولي او لا هم جګړه روانه ده.
د اوکراین د پوځ لوی درستیز بیا سیمه کې د سختې جګړې جریان مني او د اوښتو زیانونو په اړه یې څه نه دي ویلي.