خبرونهټولنه

زابلیان د اوبو له کمښته سر ټکوي

کابل ، د غبرګولی ۳۱ مه، باختر

په زابل کې د اوبو د سطحې په ټېټيدو سره زابلیان وایي، چې د دوی شنه بڼونه وچیږي او تر څنګ یې د څښاک اوبه هم په سختۍ له ځمکې راباسي.

زابلیان وايي، چې وړاندې د اوبو کچه په ٤٠ مترۍ کې وه؛ خو اوس د اوبو سطحه ۱٤٠ مترۍ او تر دې هم ډیره لاندې تللې چې له ګڼو ستونزو سره یې مخ کړي دي.

دوی وايي، چې په دغه ولایت کې دې د تورې بند چارې چې په ټپه ولاړې دي، پیل شي چې د زابل د اوبو سطح لوړه شي او اسلامی امارت دې د نورو نویو بندونو په جوړولو کې هم هڅې ډیرې کړي.

بل لور ته بیا د زابل د سیندېزې حوزې رئیس، ملا عبدالکریم ذوالفقار باختر آژانس ته وویل، چې د تورې بند کار پيل شوی و او د انکشاف ملي شرکت یې د جوړیدو چارې مخته وړې؛ خو د سختو سېلاوونو په راوتلو سره یې د رغولو چارې بندې شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې په دغه ولایت کې د وچکالۍ او په زیاته اندازه د ځمکې له زېرمو څخه استفاده د دې سبب شوې، چې د اوبو سطحه ټېټه شي.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته