خبرونهټولنه

زابلیان د څښاک اوبو له کمښت څخه سر ټکوي

 کابل، د چنګاښ ۱۲مه، باختر

د زابل شاجوی او نوبهار ولسوالیو د لرو پرتو سېمو خلک وایي چې د څښاک اوبه نه لري.

د سیمې خلکو باختر آژانس ته وویل، چې د څښاک لپاره هېڅ پاکې اوبه نه لري، د دې تر څنګ مکتب او کلینیک هم نه لري چې له امله یې له یو لړ ستونزو سره مخ دي.

یو تن اوسېدوونکی وایي چې په کلي کې مکتب او کلینک نه لري سربېره پر دې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی هم نه لري او د غیر صحي اوبو په استفادې سره له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي، هغه وايي چې په ټول کلي کې یوځای د اوبو نل دی چې  د هغې اوبه ټول کلي ته کفایت نه کوي.

یو بل تن بیا وایي کاریزونه یې وچ شوي، بندونه نه لري، کوم فعال مکتب یا کلینک هم نه لري، کله چې کوم مریض ورته پیدا شي په شپو شپو بې درملنې پروت وي، دوی له اسلامي امارت  او اړوندو نورو ادارو څخه غوښتنه کوي چې په سیمه کې ورته اولیه خدمات چمتو او د اوبو شبکې جوړې کړي.

په ورته وخت کې د دې ولایت د کلیو او پراختیا رئیس مولوي حکمت الله رهبر وایي چې د یونیسف موسسې په همکارۍ په پلان کې لري، چې د اوبو شبکې جوړې کړي، په خبره یې د شاجوی په لوړ مرغه ساحه او د نوبهار په ولسوالیو کې یې د پنځو کلیو د اوبو ټیسټونه اخېستي، کله چې ښکاره شول د هغې سیمې اوبه ناپاکې دي هغوی ته یې د اوبو ټانکرونه استولي، چې د ۲ میاشتو په موده کې به ورته د پاکو اوبو مجهزې شبکې جوړې شي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ولایت کې د وچکالۍ له امله د ځمکې اوبه ډېرې لاندې تللې دي چې د څښاک اوبه هم په سخته پېداکېږي او له امله یې خلک په کولرا او نورو ناروغیو اخته کېږي، خو روغتیايي ټیمونه ورته په وخت رسېدګي کوي.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته