روغتیا

زابلیان په ولایتي روغتون کې د درملو او نورو امکاناتو له نه شتون څخه سرټکوي

کابل / د لړم ۳ مه / باختر
د زابل اوسېدونکي وايي چې ولایتي روغتون ته ناروغان وروړي؛ خو په روغتون کې نه درمل شته او نه نورې استانتیاووې. دوی له مسوولینو غواړي چې ستونزې یې حل کړي.
د زابل اوسېدونکی عزت الله وايي چې داسې ناروغان هم شته چې یوه افغانۍ نه لري او تېره شپه هم یوه ناروغ ته عامو خلکو په چانده پیسې ټولې کړې او بیا یې پرې درمل وپېرل.
په همدې حال کې د زابل د ولایتي روغتون مسوولین هم یادې ستونزې مني؛ خو زیاتوي چې د حل په موخه یې هڅې پیل شوې دي.
د دغه ولایت د ولایتي روغتون آمر ډاکتر محمد داوود وايي چې د نوي تحول له امله په ولایتي روغتون کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
محمد داوود زیاتوي چې په ولایتي روغتون کې درمل خلاص شوي، په وینا یې د دغه روغتون کارکوونکو له تېرو څلورو میاشتو راهیسې معاش نه دی ترلاسه کړی.
په خبره يې له لوړو مسوولینو سره يې موضوع شریکه کړې او که جدى پاملرنه ورته ونه شي، امکان لري چې د روغتون خدمات په ټپه ودرېږي.
په همدې حال کې د عامي روغتيا رییس مولوي ګل احمد احمد وايي چې موسسو او بنسټونو سره یې خبرې کړي او له هغوی څخه یې یوه اندازه درمل هم ترلاسه کړي دي.
احمد زیاتوي چې له موسسو یې د لا زیاتو همکارۍ غوښتنه کړې ده.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته