خبرونهټولنه

زابل: تېرو اتو میاشتو کې یوولس زرو کورنیو مرستې ترلاسه کړې دي

کابل / د غوايي ۵ مه / باختر

د زابل د کډوالو او را ستنېدونکو چارو رییس مولوي حمدالله صمیم له باختر اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د اسلامي امارت له واکمنېدو ورسته تر اوسه پورې یاد ولایت ته دوه زره (۲۰۰۰) کورنۍ له نورو هېوادونو څخه راغلې دي او اووه زره(۷۰۰۰) کورنۍ بیا داخلي کډوال دي چې د مختلفو لاملونو له کبله بې ځایه شوې دي.

نوموړي وویل یاد شمیر کډوال له دوی سره ثبت او راجستر دي او په زابل کې د همکارو موسسو په همکارۍ تر دې دمه له کابو یوولس زره(۱۱۰۰۰) کورنیو سره د نغدي پیسو، البسې او نورو شیانو مرستې شوې دي.

صمیم یاد ولایت کې له همکارو موسسو سره د ښه همغږۍ ډاډ ورکړ او په وینا يې د مرستو په ویش کې هېواد ته د راستنېدونکو، جګړې او وچکالۍ له کبله داخلي بیځایه شویو او هغه خلکو ته چې اقتصادي وضعیت يې سم نه وي لومړیتوب ورکول کېږي.

د زابل د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس په هېواد کې شته ستونزې مني خو له هېوادوالو څخه د صبر او زغم غوښتنه کوي.

نوموړي په دې اړه وویل چې د نوي حکومت د جوړېدو یواځې اته میاشتې کېږي او په دومره کمه موده کې ټولو ستونزو ته رسیده ګي ستونزمن کار دی، او په وینا یې دوی په ټول توان سره هڅه کوي چې ټولو اړمنو کسانو سره مرسته وکړي.

حمدالله صمیم له نړیوالو سازمانونو او خیريه بنسټونو څخه هم غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د روان اقتصادي بحران د له منځه وړلو لپاره دې مرستې ډېرې او دوامداره کړي.

نوموړي همدارنګه وویل که نړۍ غواړي چې د افغانانو اقتصادي وضعیت ښه شي او په راتلونکي کې څوک ترې د خطر احساس ونکړي، نو باید اوسنی حکومت ژر تر ژره په رسمیت وپیژني.

د زابل د کډوالو چارو رییس وايي له یوولسس زره کورنیو سره د مرستو تر څنګ اوس ورته بیا ۷۰۰۰ اړمنو کورنیو عریضې کړې دي او د مرستو غوښتنه کوي.

نوموړی وايي چې  دوی ته د کومکي توکو تر رسېدو ورسته به له یادو کورنیو سره هم مرستې وکړي.

په همدې حال کې یو شمیر اړمن کسان چې د  وچکالۍ او ناسم اقتصادي وضعیت له کبله يې د زابل مرکز قلات ښار ته پنا راوړې وايی: له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي او حکومت باید نوره مرسته هم ورسره وکړي.

هیره ده نه وي چې اوس مهال په ټول افغانستان کې ګڼې کورنۍ د اقتصادي ستونزو له کبله ځورېږي، او له نړیوالو مرستندویانو څخه د مرستو غوښتنه کوي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته