خبرونهټولنه

زابل کې د اوبو د کمښت له امله د برمو پر څاګانو بندیز ولګېد

– کابل، د چنګاښ ۵ مه، باختر

په زابل کې سرپرست والي له خلکو څخه غوښتنه وکړه، چې د خپلو وهل شویو برمه يي څاګانو سرونه بند کړي، تر څو پکښې ماشومان ونه لوېږي، که چېرې په کومه څاه کې کوم ماشوم ولوېد د هغې څاه له خاوند سره به قانوني چلند وشي.

یادې څرګندونې د زابل سرپرست والي سلیمان آغا بهیر له باختر آژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې د دې لپاره مو د کلات سیندیزې حوزې ریاست مسلکي ټیم ته دنده سپارلې، تر څو د هغو څاګانو مخنيوی وکړي کوم چې بې ضرورته وهل کېږي، نوموړی زیاتوي کوښښ دا دی، چې د دغو برمو وهلو ته  په مرکز او ولسواليو کې قانوني حدود وټاکل شي، ترڅو هیڅوک ونشي کولای چي بې ضرورته څاګانې ووهي.

په ورته وخت کې د دې ولایت بزګران او خلک وایي، چې دا ښه اقدام دی ترڅو یې په مټ د ځمکې د اوبو ذخېرې ساتل شوې وي، خو وایې، که برمې ونه وهي شنه باغونه یې وچېږي او د ځمکې په سر روانې اوبه نشته، دوی د ولایت مقام او اړوندې ادارې څخه غوښتنه کوي چې په دې ولایت کې د اوبو بندونه جوړ کړي، تر څو یې په مټ د ځمکې اوبه راپورته شي.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته