خبرونهروغتیا

زابل کې په کولرا ته ورته ناروغۍ ۵۰ ماشومان اخته شوي دي

 کابل، د چنګاښ ۱۴ مه ، باختر

د زابل د سيوري ولسوالۍ په فتح الله خېلو سېمه کې  تېره شپه کولرا ته ورته  ناروغۍ باندې  شاوخوا ۵۰ ماشومان او ښځې اخته شوي دي.

د زابل د عامې روغتيا رئيس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي باختر آژانس ته وویل، چې ياده پېښه تېره شپه رامنځته شوې، چي د پېښې له رامنځته کېدو سره سم  ګرځنده روغتيايي ټيمونه سیمې ته لېږدول شوي دي. په خبره یې، روغتيا پالانو سیمې ته له رسېدو سره سم د ناروغانو درملنه پيل کړې او د ناروغۍ د تشخيص لپاره يې سمپلونه مرکزي لابراتوار ته لېږلي دي.

حکيمي  د یو شمېر ناروغانو روغتیايي وضعیت نازک بللی او زیاته کړې یې ده چې دوی هڅې کوي، چې د درملنې لپاره یې مرکز ته انتقال کړي‌،  حکيمي زياته کړه چې په ياده ناروغۍ اخته کسان زياتره ښځې او ماشومان دي.

د يادونې وړ ده چې په تېره مياشت کې دا څلورم ځل دی چې د سيوري ولسوالۍ په بېلابېلو سېمو کې زیاتره کسان په  کولرا ته ورته ناروغۍ اخته کيږي.

ص/ق

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته