![Img 20240627 Wa0013](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/06/IMG-20240627-WA0013-680x470.jpg)
کابل چنګاښ ۷ مه، باختر
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د چنګاښ میاشتې ۷ او ۸ مه نیټه د هېواد د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د اورښت، تېزو بادونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.
د یاد وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن او سبا په کابل، بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پروان، ننګرهار، سمنګان، میدان وردګ، پکتیا، بامیانو او لوګر ولایتونو کې د سالنګونه په ګډون د بادونو، باران او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.
خبرپاڼه کې د اورښت کچه په بېلابېلو نقطو کې له ۱۵ تر ۳۵ ملي مترو او دغه راز د بادونو د سرعت کچه په بېلابېلو نقطو کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومتره په ساعت پورې ښودل شوې ده.