ټولنه

سبا ملي ماتم اعلان شو

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندانۍ کې د وروستي تروریستي برید شهیدانو ته د درناوي په خاطر د حکم په صادرولو سره سبا یکشنبه ملي ماتم اعلان کړ. په حکم کې راغلي دي: د وروستۍ تروریستي پېښې د شهیدانو د اعزاز او درناوي په موخه چې د ۲۰۹ شاهین قول اردو جومات کې د جمعې لمانځه اداکولو په وخت کې شهیدان شول، لاندې مراتب منظور دي. لومړۍ ماده: یکشنبه ۳/۲/۱۳۹۶ملي ماتم اعلان شو او په ټول هېواد او سیاسي نمایندګیو کې دې د افغانستان بیرغ نیمه ځوړند شي. دویمه ماده: د جمهوري ریاست ارګ جامع جومات او د هېواد ټولو جوماتونو کې دې ۲۰۹ شاهین قول اردو کې د وروستۍ تروریستي پېښې د شهیدانو روح ته د دعا ځانګړي مراسم د یوې ورځې لپاره ترسره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته