ټولنه

په هرات کې دراډيو آشنا سيمه ييز خبريال غلام فاروق وفات شو

هرات  باختر د لړم دمياشتې ٢٤ نيټه  :
دامريکا غږ آشنا راډيو سيمه ييز خبريال غلام فاروق فيضي چې  له څو کلونو  را په دې خوا دسرطان په ناروغۍ  اخته و ، تيره شپه په هرات ښارکې وفات شو.
دارواښاد د جنازې  دوړلو مراسم  ددولتي مقاماتو  اودجنوب  لويديځ زون د فرهنګيانو اوخبريالانو په ګډون نن  دهرات ولايت  داطلاعاتو اوفرهنګ په رياست کې پرځاى  شول اوپه هغو کې دهرات والي محمد آصف رحيمي  دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررئيس محمد اشرف غني پيغام ولوست  چې په هغه کې ويل شوي دي  چې اروښاد غلام فاروق  فيضي دافغانستان  تکړه اوپياوړى  ژورناليست ا وخبريال و چې دخپل ګران عمر يوه برخه يې  دبيان دآزادۍ   او داطلاعاتو دپراخ بنسټه کولو په لاره کې تيره  کړه.
جمهوررئيس  دغلام فاروق فيضي مړينه دافغانستان په رسانه يي ټولنه کې يوه ستره ضايعه وبلله.
دهرات والي دغه راز  دخپلې ډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب دارواښاد کورنۍ او دوستانو  ، درسنيو  خاوندانو او ټولنې   او دهېواد خبريالانو او دهرات ولايت  پتمنو خلکو ته څرګند کړل  او دارواښاد غلام فاروق فيضي دارزښتناکو او تلپاتې  خدمتونو درناوى وکړ.
دغه راز په دغو مراسمو کې دهېواد داجرائيه رئيس  ډاکتر عبدالله عبدالله  پيغام  داجرائيه رياست دسلاکار  جمال عبدالناصر حبيبي له خوا ولوستل شو چې په هغه کې دارواښاد فيضي دخدمتونو درناوى شوى دى.
له بلې خوا  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسرپرست پوهاند محمدرسول باوري  دډاډګيرنې او همدردۍ پيغام دهرات ولايت   داطلاعاتو اوفرهنګ درئيس آريا رووفيان له خوا ولوستل شو.
په دې پيغام کې هم   دخبريالۍ له ټولنې سره په ملاتړ باندې په ټينګارسره ويل شوي دي چې اروښاد فيضي دهېواد يو ستر  هېواد پال  او مهربان شخصيت و  چې له  څو کلونو را په دې خوا يې دافغانستان دخلکو غږ منعکس کاوه  او ګران هېواد ته دخدمت ، دبيان  او درسنيو دآزادۍ په لاره کې يې  غوڅه مبارزه وکړه.
داطلاعاتو اوفرهنګ  رئيس دفاروق فيضي په نامه دصداقت دتنديس دجوړولو   او هڅاندو او رښتينو خبريالانو ته دهغه دورکولو غوښتنه وکړه.
دغه راز دهېواد دملي امنيت  دسلاکار ، دخبريالۍ دټولنې  دفعالانو ، دولتي
مقاماتو  ، مشايخو او دخلکو داستازو له خو ايولړ پيغامونه ولوستل شول چې په هريو پيغام کې دارواښاد فيضي دتلپاتې خدمتونو يادونه وشوه.
داستازو دمجلس  غړي خليل احمدشهيد زاده هم دارواښاد فاروق فيضي دخدمتونو درناوى وکړ.
ديادونې وړ ده چې دارواښاد فاروق فيضي د  جنازې  دادا کولو مراسم نن  دهرات ښار په ستر جامع  جومات کې  پرځاى شول  او  دګذرې په ولسوالۍ  کې  په داسې حال کې د زرګونو تنو له خوا يې بدرګه کيده ، خاورو ته وسپارل شوه.
پاى ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته