خبرونهروغتیا

 سره صليب د ابوعلي سينا بلخي له روغتون سره د درملومرسته وکړه

کابل /دليندې ٤مه /باختر

د سره صليب نړيوالې کمېټې په مزارشريف  ښار کې د ابوعلي سينا بلخي  له حوزوي او تدريسي روغتون سره د ٥٨ قلمو درملواوطبي لوازمو مرسته وکړه.

د بلخ دعامې روغتيا رييس مولوي شيخ مير صدام په داسې حال کې چې د روغتون د مسوولينو او ډاکترانود ٢٤ ساعته هلوځلو يادونه وکړه ډاډ يې ورکړچې د مزارشريف خلکوته صادقانه اوپه خپل وخت خدمتونه وړاندې کوي اود سره صليب د نړيوالې کمېټې د بشر دوستانه مرستو څخه يې مننه وکړه.

د بلخ دعامې روغتيا رييس په دغه ولايت کې د نړيوالومرستندويو سازمانونو د زياتوهمکاريو غوښتنه وکړه .

دغه راز د سره صليب د دفتر د روغتيا د برخې مسوول سيکو د دغومرستود سپارلوپه وخت کې وويل: موږ تل د افغانستان په تېره بيا د بلخ  ولايت د خلکو ترڅڼګ ولاړيو اود بشري مرستو په تېره بيا د روغتيا په برخه کې خپلومرستوته دوام ورکوو.

ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته