خبرونهسیاستTOP

سعودي عربستان غواړي، چې په کابل کې خپل سفارت ژر بیرته پرانیزي

کابل، د چنګاښ ۱۰مه، باختر
د اسلامي امارت امارت وياند خبر ورکړی، چې سعودي عربستان غواړي، په کابل کې خپل سفارت ژر بېرته پرانیزي.
دوحې ته د افغانستان د پلاوي مشر او د اسلامي امارت وياند ويلي چې د دوحې د ناستې په درشل کې د سعودي عربستان له استازي سره په کتنه کې د دواړو اړخونو ترمنځ رغنده خبرې شوې دي.
مجاهد زياته کړې، چې سعودي عربستان غواړي هرڅه ژر په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.
نوموړي زياته کړې، چې د سعودي عربستان استازي په دغه کتنه کې له افغانستان سره د ښه تعامل غوښتنه کړې او افغانستان هم سعودي عربستان ته د یو مهم هېواد په سترګه ګوري.
د يادونې وړ ده، چې افغان پلاوي تر دې وړاندې په دوحه کې د روسيې او ازبکستان هېوادونو له ځانګړو استازو سره هم کتلي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته