– کابل، د چنګاښ ۱۳ مه، باختر
۴۵۰ پوليس له شپږو اوونيو مسلکي اوعقيدتي زده کړو وروسته پرون په کندز کې د شمال ختيځ زون د پوليسو له تعليمي مرکز څخه فارغ شول.
د کندز امنيه قوماندان قاري بختيار معاذ د پوليسو په فراغت غونډه کې پولیس د هېواد مدافعين او د خلکو خادمان وبلل او له فارغانو يې وغوښتل چې د هېواد ځورېدلو خلکو ته زيات خدمت وکړي.
دغه راز د کندز په شمال ختيځ زون کې د ملي پوليسو د روزنيز مرکز يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې د دغه مرکز په لومړۍ دوره کې ۴۵۰ تنه ملي پوليس د شمال له څلورو ولايتونو څخه له شپږو اوونيو مسلکي او عقيدتي زده کړو وروسته فارغ شول.
په ورته وخت کې په بلخ کې هم د پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه له ۵۰۰ څخه زیات پولیس فارغ شول او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې شول.
\ ذ