![Puten](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/06/puten-720x470.png)
نړۍ، د چنګاښ ۷مه، بهرنۍ رسنۍ
د روسیې ټاس خبري اژانس نن پنجشنبې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد ولسمشر ویلادیمیر پوتین د کیښتیو جوړولو په اړه یوې غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، چې دی پلان لري، سمندري ځواک غښتلی کړي او لا دېرې کیښتۍ ورته وسپاري.
نوموړي ویلي، چې د روسیې سمندري ځواک په ۲۰۲۲ زیږدیز کال کې ۲۴ نوې بېړۍ سمندري پوځ ته ورکول شوې وې او په ۲۰۲۳ کال کې دغه شمېر ۳۳ ته رسېدلی و خو په روان ۲۰۲۴ زیږدیز کال کې پلان لري چې ۴۰ نورې بېړۍ سمندري پوځ ته وسپاري.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې د سمندري پوځ د پیاوړتیا لپاره کار کوي او په پرمختللیو وسایلو لکه بېړیو او په نورو اړوندو وسایلو به یې سمبال کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روانې میاشتې په اوږدو کې د روسیې اړوند د سمندري ځواکونو بېړۍ د امریکا خاورې ته نږدې د کیوبا سواحلو ته ورسېدې.