![Ps202406296](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/06/PS202406296-720x470.png)
کابل، د چنګاښ ۹ مه، باختر
د سمنګانو امنیتي مسوولینو د سمنګان – بلخ پرلویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله ۷ تنو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبرورکړی دی.
د سمنګانو د امنیې قوماندانۍ د ترافیکو مدیرقاري محمد نذیرسعد د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې نن سهار د سمنګان – بلخ پرلویه لاره په دلخک سیمه کې د دوو موټرو ترمنځ ترافیکي پېښه کې یوماشوم مړ او د ۲ ښځو په ګډون ۶ تنه نورټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې د کرام الدین وکیل زاده د ولایتي روغتون آمر متخصص سید عثمان حمیدي دغه پېښه تاییده کړه او ویې ویل، چې د پېښې ټپیان د ډاکترانو تردرملنې لاندې دي.
د یادونې وړ ده، چې د یادې پېښې لامل د موټرچلوونکو بې احتیاطي بلل شوې ده.