خبرونهورزش

سولې پيغام راډیو په خوست کې د کرکټ د پيل شويو سیالیو د اتلولۍ جام وګاټه

کابل، د چنګاښ ۱۴ مه، باختر

په خوست کې د رسنیو د لوبډلو ترمنځ  د (رسنیز جام ) تر عنوان لاندې د کرکټ پيل شویو سیالیو د اتلولۍ جام سولې پیغام راډیو په خپل نوم کړ

د یاد رسنیز جام پایلوبه د سولې پیغام راډیو او ژمن راډیو تلویزیون لوبډلو تر منځ تر سره چې سولې پیغام راډیو وتوانېده چې سیالۍ لوبډلې ته ماتې ورکړي او دغه جام پر خپل نوم کړي.

د ورزشي خبریالانو د شورا مشر ایوب یاد وایي، چې د غه دوې لوبډلې د خوست رسنیو د نهو لوبډلو له منځه پایلوبې ته ور وتلې وې، چې سولې پیغام راډیو لوبډلې له پایلوبې مخکې خپلې ټولې لوبې ګټلې وې.

هغه زیاته کړه، چې په پیل کې سولې پیغام راډیو لوبډلې پچه وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.

په خبره یې، د ژمن راډیو ټلویزیون لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو  12 اورونو کې یې 103 منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د 104 منډو هدف د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ورکړ.

یاد زیاته کړه، چې سولې پیغام راډیو ورکړل شوی هدف په اتو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو په اسانۍ سره پوره کړ او دغه د اووم پړاو رسنیز جام یې د دویم ځل له پاره په خپل نوم کړ.

س.صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته