خبرونهاقتصادTOP

سويس له افغانستان سره ۲،۲ميليونو ډالرو مرسته وکړه

 کابل، د چنګاښ٢٢مه، باختر

د ملګرو ملتو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د افغانستان د بشري مرستو  له صندوق سره د سويس ۲،۲ ميليونو ډالرو مرستې خبر ورکړ او ويې ويل چې دغه نغدي مرسته د افغانستان  په اوسنيو حساسو شرايطو کې حياتي او ارزښتناکه ده.

د باختر آژانس د خبرله مخې؛  په افغانستان کې د ملګرو ملتو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ دفتر نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د سويس۲،۲ ميليونه ډالره مرسته  د افغانستان خلکو ته د مرستې رسولو بهير د پياوړتيا لپاره زمينه برابروي.

د ملګرو ملتو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د معلوماتو له مخې په دې مرستې سره  له ٢٠١٦ کال څخه تر اوسه پورې له افغانستان سره د سويس ټولې بشر دوستانه مرستې ١٢ ميليونو ډالرو ته ورسېدې.

دا په داسې حال کې ده چې  دنمارک هم  دوه ورځې وړاندې د افغانستان بشري مرستو له صندوق سره  ۲،۵ ميليونه ډالره  مرسته کړې وه.

د ملګروملتوسازمان وايي چې په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو، وچکالۍ او د
طبيعي پېښو له امله په ميليونونو تنه سملاسي بشري مرستو ته اړتيا لري.

د ملګرو ملتو سازمان د نړۍ له هېوادونو او د نړيوالو مرستندويو سازمانونو غوښتي، چې د افغانستان له خلکو سره دې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته