سیاست

سياسي تفسير

کابل باختر دليندي اتلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي پرون د يو رسمي سفر لپاره ايران ته لاړ .
دغه سفر په داسې حال کې ترسره کيږي چې زيات فرصتونه شته چې دغه دواړه ګاونډي او مسلمان هيوادونه خپلې اړيکې په بېلابېلو برخو او اړخونوکې پراخې کړي .
دباخترآژانس مبصر ليکي:
  حامدکرزي په داسې حال کې يوځل بيا يوه ګاونډي هيوادته د سفر عزم کوي چې له ګاونډيو هيوادونوسره د اړيکو ژورتيا او پراختيا د افغانستان د دولت دبهرني سياست اصل دى .
دهمدې اصل له مخې دى چې په تيرو دولسوکلونوکې د جمهور رييس زياتره بهرني سفرونه د سيمې اوګاونډيو هيوادونو ته شوي دي؛ له ايران سره د اړيکو ټينګښت او پراختيا دافغانستان لپاره خپل ځانګړى ارزښت اومقام لري.
ګډ مذهبي، فرهنګي، ژبني، تاريخي، جغرافيايي او په پاى کې نژادي پيوندونه اومشترکات کولاى شي د دواړو هيوادونو خلک له يوبل سره لازيات  نږدې کړي .
په وروستيوکلونوکې ديو بل هيوادونو ته د ايراني او افغاني مقاماتو سفرونه ددغو اړيکو د لازيات ټينګښت او پراختيا لپاره د دواړو هيوادونو د مقاماتو د تمايل څرګندوى دي.
زيات فرصتونه  شته چې کولاى شي د دواړو هيوادونو ترمنځ اړيکې پراخې کړي. افغانستان د بهرنى پانګونې لپاره مناسب ځاى دى او ايران په هغومناسبو ظرفيتونو سره چې د تکنالوژى، اقتصاد او د جغرافياپه برخه کې لري؛ کولاى شي په افغانستان کې ښه مرستندوى او پانګې اچونکي وي.
له بلې خوا ايران د محدوديتونو په پراختيا او لرې کولوسره کولاى شي دافغانستان لپاره دمالونو دترانزيت مناسب ځاى وي.
په داسې حال کې چې په تيرو وختونوکې د افغانستان د ترانزيت په حق زياتره په سياسي سليقو او غرضونوکې سترګې پټې شوې او د افغانستان خلکو ته ستونزې پيدا شوې دي او په دې لاره کې هلې ځلې شوې دي چې افغانستان زياتره دګاونډيو هيوادونو له صادراتي مالونو څخه استفاده وکړي چې ددغه شان حالت دوم کيداى شي د افغانستان دخلکو په حق کې يوه جفا او د نړيوالو موازينو او مقرراتو څخه په ډاګه سرغړونه وي او د ښه ګاونډيتوب ادعا تر پوښښ لاندې ونيسي .
له هند او فارس خليج سره د افغانستان دپيوستون دمرکز په توګه دچاه بهار بندر دجوړولو طرحه په کابل کې په پوره مينې سره تعقيب شوه .
دغه راز ايران به په افغانستان کې د اوسپنې پټلى د شبکو په پراختيا سره نه يواځې په افغانستان کې د ترانسپورت په برخه کې په اغيزمنه توګه کار وکړي ، بلکې ددې زمينه برابريږي چې ايران په خپله دمنځني آسيا له هيوادونو او چين سره پيوستون پيداکړي. په سياسي اړخ کې د ايران دولت کولاى شي په افغانستان کې د سولې له بهيرسره د بشپړملاتړ له لارې د يوې خوندي سيمې د جوړولو لپاره زمينه برابره کړي .
هيره دې نه شي چې افغانستان له بهرنيو هيوادونو سره د اړيکو په ټينګښت او دښه ګاونډيتوب په رعايتولو سره په دې بريالى شوى دى چې ځان له بهرنيو سياليو څخه وساتي .
دغه راز څوک يې نه دې پريښى چې د افغانستان له خاورې څخه د دريم هيواد پرخلاف ګټه واخلي .
دافغانستان دولت دغه راز په دې کار ژمن پاتې شوى دى چې بايد د افغانانو دغه درايت اوښه نظر د افغانستان دګاونډيو هيوادونو له نطر څخه پټ پاتې شي .
هغه څه چې افغانستان په ډيپلوماتيکي ساحه او دسيمې دثبات په ساتنه کې ترسره کړي دي؛ کولاى شي د سيمې په کچه دهمکاري يوه الګو وي او نور هيوادونه هم د سيمه ئيزو همکاريو او همغږۍ لپاره دغه مفکوره تعقيب کړي چې دسيمه ئيزو او نړيوالو اړيکو د ودې لپاره انګيزه پياوې شي .
د افغانستان خلک هيله لري چې ايران ته د دوى د جمهور رييس سفر بيا هم له ګټورو نتيجو او قوي انګيزو سره يوځاى وي او بيا هم د دواړو هيوادونو دخلکو د نږديوالي لپاره عامل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته