ټولنه

سيمه ييز خبرځايونه : د ننګرهار د ګمرک رييس د تحقيقاتو لپاره کابل ته ولېږل شو

– کابل /د سلواغې ٢٦مه /باختر
د ننګرهار سيمه ييز خبرځايونه وايي چې د ننګرهار د ګمرک رييس او د دغه ګمرک په ٥ تنو کارکوونکي چې د اداري فساد تور پرې لګول شوي دي د تحقيقاتو لپاره کابل ته ولېږل شول.
حشمت الله عليزى له خپلو ٥ تنوکارکوونکو سره دوه ورځې مخکې د عامه شتمنيو د لوټولو او د اداري فساد په تور د امنيتي ځواکونوله خوا ونيول شو .
د ننګرهار والي ضيا الحق امرخيل د ګمرک د دغو کارکوونکو نيول کېدل تاييد کړ او ويې ويل چې هغوى د زياتو تحقيقاتو لپاره کابل ته ولېږل شول .
د ننګرهار والي د ګمرک په دغوکارکوونکو د لګول شوي اداري فساد تور تاييد کړ.
داپه داسې حال کې ده چې تل د ننګرهار په ګمرک کې د فساد د شتون رپوټونه ورکړ شوي دي.
ختم – ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته