سیاست

سيمينار جوړ شو

٤٠-  کابلباختر د ليندى ٢٨مـــــــــــــــــــــــه

د هيواد د ولايتو نو د استيناف څارنوالا نو لپاره د مديريت او رهبري سيمينار نن دلو ى څارنو الۍ د ادارې له خوا په کا بل کې جوړ شو

 دباختر د ا طلاعا تي ا ژانس دخبريال دخبر له مخې په هغې غونډه کې چې له همدي ا مله جوړه شوې وه لوى څار  نوال محمد اسحق الکو خبرې و کړې او ويې ويل چې په ولايتو نواومرکز کې ټول څارنوالان دقاچاق وړونکو، ترورستا نو ، زبرځوا کو او نورو په وړاندې ستو نزې لري ، خو ددغو ستو نزو په وړا ندې مبارزه جدي او لا زمې کار دي

 ده زيا ته کړه  په روان کال کې لوى څا رنو الۍ له پارلمان سره ستونزې لر لي چې په وړا ندې يې مبارزه وکړه او په پاى کې حق حقدار ته ورسيد

 ده دکا بل بانک له مسا لې سره هم اړيکى ونيو لى او وي ويل څو مليو نه ډالره پورونه تر لاسه شول او دولت ته تحويل شوي دي

 ده په دې خبرو کې په ولايتو نو کې دڅارنواليو د ودا نيو د جوړيدو يادونه و کړه او هغه يې يو برياليتو ب و باله او له ټولو څارنوالا نو څخه يې وغو شتل چې په پاک و جدان او اسلا مي زړ ور تيا سره عدالت په شفاف ډول تا مين کړي

ورپسي داروپا د اتحاد يي دپو ليسو رئيس جنرال يو کا خبرې و کړې او ويې ويل هغه وخت په يوه ټولنه کې امنيت تا مينيږي چې قا نون پکى واکمن وې چې په دي لاره کې د لوى څار نوالۍ د اداري له خوا هڅى شوې دي

دده دڅرګند ونو له مخې امنيتي ځوا کو نه ډير زيات پيا وړى شوي دي اود هيواد دثبات لپاره مهم عنصر عدالت دى ده ددغې اتحاد يي پر همکار ي ټينګار و کړ .

ورپسي د مد نې ، تجارتي او اداري چاروکې د لو ى څارنوالۍ مرستيال عبدالو کيل اميني خبرې و کړې او ويې ويل ددغه شان سيمينارونو نتيجې دڅارنوالا نو لپاره ګټوري دي او د دې سيمينار برخه وال بايد ورڅخه زيا ته استفاده و کړې

 دده دڅرګندونو له مخې دغه را ز د لوى څارنوالۍ اداري دکدرونو د ښوونې او رو زنې په برخه کې جدى پا ملرنه کړې ده

 داحصا ئيې له مخې تيرکال درې زره شپږ سوه تنو کادرو نو مسلکي زده کړې کړې دي موږ په ولايتو نو کې هم دغه شان کور سو نه جوړ کړي دي

دغه سيمينار چې د لو ى څارنو الۍ اوداروپا د اتحاد يې دپو ليسو په مرسته جوړ شوى دى درې ورځي دوام لري

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته