خبرونهاقتصاد

سږکال د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې د مڼو حاصلات ډېر شوي دي

 کابل، د زمري ۳ مه، باختر

د لغمان ولایت دولت شاه ولسوالۍ کې سږکال د مڼو حاصلات ښه شوي دي، دغه ولسوالۍ چې له مرکز مهترلام څخه (۴۷) کیلو مټره لرې واټن کې پرته ده، د چهارمغزو، جلغوزیو، بادامو، توت او پر نورو ګڼو وچو او تازه مېوو سربېره په کې د مڼو ګڼ بڼونه هم موجود دي.

دولت شاه ولسوالۍ کې د چڼډال کلي د مڼو د بڼ یو تن بڼوال احمد دین باختر اژانس ته وویل: “د نورو کلونو په پرتله یې سږکال د مڼو حاصلات ښه شوي او زیات شوي هم دي” نوموړی وایي تېرو وختونو کې د سختو جنګونو له امله دوی نه شوای کولای د خپلو بڼونو او مېوو سمه ساتنه وکړي، خو د اسلامي امارت له بریا وروسته یې د کرنې ریاست په همکارۍ سږ کال د مڼو حاصلات زیات شوي دی.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي محمد ولي محسن د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته ویلي چې د لغمان پر مرکز سربېره ولسوالیو کې بزګرانو او بڼوالو ته وخت پر وخت د سرې، درملو او تخمونو ترڅنګ هغوی ته لازمې مشورې ورکوي چې کرنیز سیستم پیاوړی او د بزګرانو ستونزې حل کړي.

نوموړی زیاتوي چې نه یوازې د مڼو بلکې د لغمان په نورو سیمو کې د شفتالو، انګورو، زردالو او نورو مېوو حاصلات هم ښه شوي دي.

ن.ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته