سیاستخبرونهTOP

سید ابوبکر متقي : د اسلامي امارت د نظام په چوکاټ کې د اساسي قانون پرتطبیق د څارنې کمېسیون فعالیتونه عیارو

کابل / د سلواغی / ۲۳ / باختر
د اساسي قانون پرتطبیق د څارنې کمېسیون سرپرست وايي چې د اسلامي امارت د نظام په چوکاټ کې د دغه کمېسیون فعالیتونه عیاروي.
د باخترآژانس د خبرله مخې، په دې کتنه کې د اساسي قانون پرتطبیق د څارنې کمېسیون سرپرست ډاکتر سید ابوبکرمتقي او د الوزرا ریاست د دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د دغه کمېسیون د اهمیت ، مقام ، ستونزو او فعالیتونو په اړوند بحث او خبرې اترې وکړې.
د افغانستان د اسلامي امارت د الوزرا ریاست دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له ستونزو څخه د وتلو په اړوند لارښونې وکړې.
دغه راز د دغه کمېسیون سرپرست ډاکتر سیدابوبکرمتقي د دغه کمېسیون د فعالیتونو د بيا پيلولو په اړه د دغې کتنې او د اسلامي امارت د مقاماتو له همکاریوڅخه د خوښی په څرګندونوسره ژمنه وکړه چې د اسلامي امارت د نوي نظام په چوکاټ کې د دغه کمېسیون فعالیتونه عیاروي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته