خبرونهاقتصاد

سېلاوونو د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې زيات مالي او ځاني زیانونه اړولي دي

کابل، د چنګاښ١٦مه، باختر
سېلاوونو په کونړ، نورستان، لغمان او لوګر ولايتونو کې زيات مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د هېواد په يو شمېر ختيځو ولايتونو کې پرون د باران او سختو سېلاوونو د را وتلو له امله د سر زيان او زيات مالي تاوانونه اوښتي دي.
د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس نجيب الله حنيف باختر آژانس ته وويل چې دغه سېلاوونه د نورستان له ولايت څخه راوتلي او د کونړ د چپي درې ولسوالۍ ته زيانونه اړولي دي.
هغه وويل، د يوې ښځې او يو ماشوم مړى چې له نورستان څخه سېلاو راوړی و، د سيمې خلکو له خوا موندل شوی دی.
نوموړي زياته کړه چې د کونړ په يو شمېر سيمو کې سړکونه، پلونه، پلګوټي او کرنېزې ځمکې هم ويجاړې شوې دي.
د کونړ سيمه ييزو مسوولينو دغه راز وويل، چې د چپې درې ولسوالۍ په مربوطاتو کې يو سپين ږيرى د تالندې برېښنا له امله ټپي شوى دى.
د نورستان د واماى ولسوالۍ سيمه ييز خبر ځايونه هم وايي، چې سېلاوونو د دغې ولسوالۍ خلکو ته د سر زيان او مالي تاوانونه اړولي او د کونړ او نورستان ترمنځ سړک يې هم وېجاړ کړى دي.
په همدې حال کې د لوګر سيمه ييز مسوولين وايي، چې د سخت باران له امله د پل علم ښار او د بره کي برک، محمد آغې، خوشي، خروار او څرخ ولسواليو کې سېلاوونه راوتلي دي.
د لوګر يوه امنيتي مسوول وويل، چې په پل علم ښار کې د يو دېوال د نړېدو له امله يوه ٨ کلنه نجلۍ وژل شوې او د استوګنې څو کورونه او په زرګونو جريبه کروندې او بڼونه هم په دغه ولايت کې وېجاړ شوي دي.
دغه راز د لغمان په يو شمېر ولسواليو کې سېلاوونو زيات مالي زيانونه اړولي دي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته