ورزش

شاهين آسمايي د اباسين څپې ته ماتې ورکړه

کابل / د لړم١٥/ باختر:
په کابل کې د فوټبال “امن جام “سيالۍ پرون پيل شوې چي د دغو سياليو په لومړي ورځ شاهين آسمايي په دريو ګولونو سره د اباسين څپي لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د دې فدراسيون مشر يوسف کارګر رسنيو ته وويل؛ د لسو ورځو لپاره شپږ لوبډلې سيالي کوي.
کارګر زياتوي دغه سيالۍ د ميوند اتلانو، توفان هريرود، شاهين آسمايي، عقابان هندوکش، سيمرغ البرز او د اباسين څپي لوبډلو ترمنځ کېږي.
په بله لوبه کې نن سيمرغ البرز او د ميوند اتلان سره مخامخ کېږي
دا ټولي سيالي د فوټبال فدراسيون په لوبغالي کې ترسره کېږي.
د فوټبال فدراسيون وايي مينه وال کولاى شي پرته له ټکټه په وړيا ډول دا سيالۍ په لوبغالي کي ننداره کړي. \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته